امریکا کې یو تن خپل ځان او درې اولادونه وژلي د امریکا په متحده ایالاتو کې پولیس وایي یو تن په کلیسا کې دننه لومړی خپل درې اولادونه او بیا خپل ځان ویشتی او وژلی دی. پولیس وایي دا پیښه دوشنبه فبرروي ۲۸ (کب۹) د کلیفورنیا ایالت د سکرمنټو په ښار کې شوې. په ډزو کې یو بل تن هم وژل شوی خو تر اوسه نده معلومه چې آیا د برید کوونکي سره یې څه اړیکې درلودې که نه.