هندوستان له اوکراين څخه خپل په زرونو اتباع راوباسي هندوستان غواړي پر اوکراين د روسيې تر يرغل وروسته په دغه هیواد کې خپل په زرونو بند پاتې شوي اتباع راوباسي. د هند يوې حکومتي منبع د دوشنبې په ورځ وويل د دغو افرادو د تخليې له پاره څلور وزیران د اوکراين سرحد ته استول کیږي. Sharq Media د هندوستان صدراعظم، نریندرا مودي د دوشنبې په ورځ له لوړ پوړو چاروکو سره غونډه درولوده او له هغوی سره يې له اوکراين څخه د هندي اتباعو د ايستلو په اړه خبرې وکړې. د رويترز خبري آژانس په حواله، په اوکراین کې تر اوسه شاوخوا ۱۶ زره هندي اتباع چې اکثریت يې محصلان دي بند پاتې دي. حکومت وروسته له هغې د هغوی د ايستلو پلان نیولی چې د خونديتوب په اړه يې اندیښنې ډيرې شوي دي. نن پر اوکراین د روسيې د يرغل څه باندې څلورمه ورځ ده. د هندوستان حکومت ويلي دي چې څلور هندي وزیران هر یو هارديپ پوري، جيوتیراديته سیندیا، کرین ريجيجو او وې کې سینګ به د تخلیې پروګرام د تنظیمولو په موخه د اوکراین ګاونډيو هیوادونو ته سفر وکړي. د رسمي اټکلونو له مخې، هندوستان په بهر کې د خپلو ۷۶ زره محصلانو له ډلې څلورمه برخه ېې په اوکراین کې لري، چې تر ډيره په طبي برخه کې زده کړې کوي. زياته شوې چې په اوکراين کې په زرونو افریقايي محصلان هم بند پاتې دي. په پولند کې د هندوستان سفارت هم په دې اړه د يکشنبې په شپه يوه خبرتيا خپره کړه. په خبرتيا کې ويل شوي چې سفارت د اوکراین شهيني سرحد ته بسونو استوي تر څو هغه محصلان چې د پولند خاورې ته داخلیږي انتقال کړي. پولند ويلي دي چې د اوکراین له کړکېچ څخه مهاجر مني. په هندوستان کې د اپوزوسیون مشرانو او د محصلانو کورنیو هم د مودي پر حکومت فشار راوړی تر څو په اوکراين کې بند پاتې هندي محصلان راوباسي. د اپوزوسیون له ډلې او د مودي مهم مخالف، راهول ګاندي د دوشنبې په ورځ پر ټويټر ليکلي دي: «موږ نه شو کولی خپل خلک پريږدو.» هغه له فدرالي حکومت څخه غوښتي دي چې د تخليې پروګرام په اړه توضیحات ورکړي. آ/م.ک.ص./ن.ز. Share this:Click to share on Telegram (Opens in new window)Click to share on instagram (Opens in new window)Click to share on Twitter (Opens in new window)Click to share on WhatsApp (Opens in new window)Click to share on Facebook (Opens in new window)Click to share on LinkedIn (Opens in new window)Click to email a link to a friend (Opens in new window)Like this:Like Loading... Related