د بریتانيا د لومړي وزارت له دفتر څخه په خپاره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي له بورس جانسن سره تلیفوني خبرې وکړې او ورته یي وویل چې راتلونکي ۲۴ ساعتونه د اوکراین له پاره ډېر مهم دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې جانسن زیلنسکي ته ډاډ ورکړی دی چې بریتانیا او متحدین به يې د دې خبرې هر ممکن کوښښ وکړي چې په هر صورت اوکراین ته دفاعي مرستې ورسول شي.
زیلنسکي وویل چې د روسیې د تیري په پایله کې په څو مهمو ښارونو کې د روانې جګړې سربیره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سولې خبرو اترو ته چمتو دی. نوموړي وویل: «که څه هم زه تمه نه لرم چې غونډه به کومه نتیجه ورکړي، خو بیا هم کوښښ کوو.»
د دواړو هیوادونو پلاوي به د دوشنبې په ورځ بې له قید او شرط څخه د اوکراین- بلاروس په سرحد کې سره وويني. مخکې تر دې زیلنسکي له دې امله له مذاکرتو انکار کړی و چې روسيې پر اوکراین برید کړی دی.