د طالبانو حکومت څو ورځې مخکې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کور په کور «تصفیوي عملیات» پيل کړي او وايي که اړتیا وه نورو ولایتونو کې به هم دا ډول عملیات وکړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي له طالبانو غوښتي دي چې دا عملیات دې بند کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په دغو عملیاتو کې یې د داعش شپږ غړي او ۵۳ غله نیولي او یو شمېر دولتي وسایط یې ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې ځینو افغانانو ادعا کړې ده چې طالبانو په دغو عملیاتو کې له خلکو سره بد چلند کړی او همدغه راز دوی وايي چې یو شمېر ګرانبیه توکي، مالونه او نقدې پېسې یې هم ورک شوي دي.
خو د طالبانو ویاند وایي چې په دغو عملیاتو کې د جومات امام او د سیمې استازي «وکیل ګذر» له طالبانو سره وي او دوی له موجودیت پرته هېڅوک د چا کور ته داخلېدای نشي.