اوکرايين او روسيې پلاوي به بېلاروس سر پر پوله مذاکرات کوي

  • د اوکرایین پلازمېنې کیېف پر لور د روسي پوځونو له پرمختګ سره هممهاله اروپايي هېوادونو، کاناډا او امریکا متحدو ایالتونو د راکړې، ورکړې له نړیوال نظام سویفټ سره د یو شمېر روسي بانکونو اړیکه پرې کړې ده.

    په دې ګام سره دوی وايي، د مسکو د هغو هڅو مخه نیول کېږي چې له مخې یې غواړي د مالي بندیزونو اغېز کم کړی. دا پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې د بندیزونو لړ کې د لوېدیځوالو تر ټولو مهم اقدام دی. په ورته مهال د پلازمېنې مرکزي برخه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

Translate »
%d bloggers like this: