د جګړې د پيل راهيسې سل زره اوکراينيان پولنډ ته تښتېدلي«
ډېری تښتېدلي اوکراينيان غواړي چې په ګاونډي هېواد پولنډ کې پاتې شي. د پولنډ حکومت بشري مرستې ښې تنظيم کړي او عادي خلک هم د مرستو ډېرې هلې ځلې کوي.
ول پولنډ مرستې کوي. دا هغه تصور دی چې د اوکراين پولې سره جوخت په کوچني ښار پرژېميسل کې سړي ته پيدا کيږي. د رېل تر تمځای مخکې موټرونه او کوچني بسونه په کتار کې ولاړ دي. ځينې دغه نقليه وسايط تر خولې پورې په بسپنه شوو شيانو ډک دي. کډوال دلته په رېلونو کې له اوکراين څخه رارسيږي. رېناتا چارنېکا او د هغې لور ويلېتا له يو ښايسته سپين موټر سره راغلې دي. هغوی پمپرونه، د ماشومانو له پاره دستمالونه او معدني اوبه په خپل ټول بکس کې بار کړي دي.
شپېته کلنه د حقوقي چارو کارکوونکې رېناتا وايي چې »موږ ټول ښايي داسې يوه وضعيت کې ښکېل شو. هيڅوک نور ډاډه نه دي.« نوموړې زیاتوي چې »زما له پاره دا يو عادي انساني غبرګون دی چې دلته خلکو ته بسپنې ورکړو.«
په اوکراين باندې د روسي يرغل راهيسې د پولنډ حکومت د څرګندونو په حواله تر اوسه پورې سل زره کډوال له ګاونډي هېواد اوکراين څخه منلي دي. د پرژېميسل په شاوخوا کې دوه سرحدي بندرونه شتون لري. د پولنډ د ختيځ د دغه ښار د اورګاډو تمځای د روسي پراخ خط لرونکې پټلۍ هم لري. دلته وار په وار پسې حيران او ويرېدلي خلک له کيف، لويف او اودېسا څخه رارسيږي. د نويو راغلو کډوالو له پاره په تمځای کې هم ډېرې مرستې برابرې شوې دي. د هغوی له پاره لويې سرې لوحې او لارښوونکې اشارې په پولنډي او اوکرايني ژبو نصب شوې دي چې د تمځای په اصلي تالار کې د کډوالو د منلو نقطې په لور ورته هدايت کوي. اوږدو مېزونو ته ولاړ د اطفايې نارينه او ښځې د کډوالو په خدمت کې دي.
د اطفايې يو مشر کارکوونکي، لوکاس زيلنسکي وايي چې »هغه انسانان چې له اوکراين څخه راځي او د پولنډ مرکزي برخو ته د سفر کولو امکانات نه لري، دلته خپل نومونه په ليستونو کې شاملولی شي. رضاکاران راځي او ورته د ترانسپورت او سرپناه وړانديز کوي. موږ دوی يو بل ته معرفي کوو.«
د اوکراين او پولنډ ګډه پوله