د پنجشنبې په ورځ ناپیژاندو وسله والو په دریو جلا بریدونو کې د کندز د ښار په مربوطاتو کې درې نارینه او یوه ښځینه واکسیناتوران په ډزو ووژل او د همدې ولایت د امام صاحب ولسوالۍ کې یې دوه نور واکسیناتوران او یو د پولیو ضد واکسین مبلغ ووژل.
همداشان تیره ورځ وسله والو د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې هم یو نارینه واکسیناتور ووژه.
ملګرو ملتونو د ګوزڼ ضد کمپاین د کارکوونکو وژل په کلکه غندلې دي او ویلي دي چې د اوس لپاره یې په کندز او تخار کې د پولیو ضد کمپاینونه ځنډولي دي.
په اعلامیه کې راغلي “دا بې منطقه تاوتریخوالی باید سمدستې ودرول شي او هغوی چې مسئول دې باید ترې پلټنې وشي او محاکمې ته راکش کړل شي. دا بریدونه د نړیوالو قوانینو په ضد دي”.
د دغه برید مسئولیت لا کومې ډلې نه دی منلې . دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د پولیو د واکسین د کمپاین په کارکوونکو باندې بریدونه کېږي.
تیرکال هم په دغه هیواد کې د پولیو ضد کمپاینونو پر مهال نهه تنه واکسناتوران د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي وو.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې افغانستان کې د پولیو ویروس ختمولو ته ژمن دی.
دغه وزارت د پولیو ضد واکسین کارکوونکو ته د امنیت د برابرولو ډاډ هم ورکړی دی.
دا بریدونه داسې مهال شوي، چې په افغانستان کې تازه نهه میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.
اوس مهال په نړۍ کې یوازې افغانستان او پاکستان کې ماشومان د پولیو د ویروس د ګواښ سره مخ دي.