Site icon

په اوکراین د روسیې برید د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا ته “تر ټولو تیاره شیبه”

Advertisements

وسیې نن پنجشنبه فبروري ۲۴‍ (کب ۵) د ځمکې، هوا او بحر د لارې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل پیل کړ چې د دویمې نړيوالې جګړې د پای ته رسیدو نه وروسته لومړی ځل دی چې په اروپا کې یو هیواد په بل هیواد دومره ستره حمله کوي.

د اوکراین څخه را رسیدلي راپورونه وایي چې ګڼ شمیر روسي ځواکونه د بیلاروس او روسیې څخه پدې هیواد ورغلي او په ښارونو پریمانه توغندي وار شوي.

په پایتخت کیف کې د لمر خاته نه وړاندې د چاودونو غږونه هم اوریدل شوي. پداسې حال کې چې د دې ښار څخه خلک د وتو په حال کې دي، هرې خوا ته د ډزو غږونه اوریدل کیدل او په لویو لارو کې د موټرو بې حده ګڼه ګوڼه ده.

په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د غربي هیوادونو هغه هڅې بې ثمره شوې چې د څو اوونیو راپدیخوا پدې خاطر کیدلې چې د روسیې د دې کړنې مخه ونیسي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي د روسیې د یرغل په غبرګون کې په ټویټر کې لیکلي چې “روسیې په مکرجنه توګه زمونږ په هیواد هغه شان برید وکړ لکه په دوهمې نړیوالې جګړه کې چې نازي جرمني کړی و”.

ښاغلي زلینسکي د اوکراین په ولس غږ کړی چې د خپل هیواد دفاع وکړي او ویلي دي چې هر هغه چا ته به وسلې ورکړل شي چې د جګړې لپاره چمتو وي.

هغه لیکلي، “روسیې په ناوړه لار ګام واخیست خو اوکراین د ځان دفاع کوي او پرته لدې چې مسکو څه فکر کوي، مونږ به د خپلې آزادۍ څخه تیر نشو”.

په اوکراین کې چارواکي وایي د روسیې هیلوکوپترو کیف سره نږدې د اوکراین په یوې نظامي هوایي اډې برید کړی او د اوکراین پوځ درې هیلوکوپترې ویشتلې او غورځولې دي.

ځیني راپورونه چې تائید شوي ندي پکې ویل شوي چې د روسیې په هوایي بمبارد کې ملکیان او سرحدي ګاردان وژل شوي.

د اوکراین د اودیسا په سیمه کې چارواکي وایي چې د توغندیو په برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او کیف سره نږدې د بروواري ښارګوټي کې هم لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي.

په همدې حال کې د اوکراین پوځ وایي د روسیې ۴ ټانکونه یې له منځه وړي او لوهانسک سره نږدې یې ۵۰ روسي سرتیري وژلي او شپږ جنګي الوتکې یې هم ورته ویشتلې او غورځولې دي.

خو روسیې دا راپورونه رد کړي.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په اوکراین کې د ځانګړو نظامي عملیاتو د اعلان پر وخت ویلي چې جګړه د روسیې د اتباعو په ګډون د هغو خلکو د خوندیتوب لپاره پیل شوې چې د هغه په قول د “ډله ایزې وژنې” سره مخ دي.

ښاغلي پوتین ویلي چې ددې کار لپاره “کوښښ کوو اوکراین غیرې نظامي او د نازي مفکورې څخه خلاص کړو. روسیه د هغو ګواښونو په مقابل کې چې د معاصر اوکراین څخه پیدا کیږي، د خوندیتوب احساس نکوي، پرمختګ نشي کولی او نه پاییږي. د وینې تویدنې ټول مسؤلیت به د اوکراین د واکمن رژیم په وجدان وي”.

د ناټو غبرګون:

د شمالي اتلانتیک سازمان خپلو نظامي قوماندانو ته امر کړی چې د خپلو متحدینو د دفاع لپاره دې چمتوالی ډیر کړي. ناټو سل ګونه جنګي الوتکې او کښتۍ تیارسۍ کړي او د اروپا په ختیځ کې یې د سرتیرو په ډیروالي موافقه کړې.

د نړۍ د دې ستر نظامي سازمان مشر ینز سټول ټنبرګ وایي ټاکل شوې سبا د جمعې په ورځ د ټولو ۳۰ غړیو هیوادنو د مشرانو سره عاجله غونډه وکړي.

سټول ټنبرګ ویلي چې پدې آنلاین غونډه کې به د امریکا، سویډن، فنلنډ او اروپایي اتحادیې مشران برخه ولري.

د ناټو مشر ویلي چې د اروپا په لویې وچې کې سوله دړې وړې شوه. هغه په خبري کنفرانس کې وویل چې “روسیه د زور د لارې کوښښ کوي تاریخ د سره ولیکي”.

Exit mobile version