ملګرو ملتونو د ګوزڼ ضد کمپاین د کارکوونکو وژل په کلکه غندلې دي او ویلي دي چې د اوس لپاره یې په کندز او تخار کې د پولیو ضد کمپاینونه ځنډولي دي.
په اعلامیه کې راغلي: «دا بې منطقه خشونت باید سمدستې ودرول شي او هغوی چې مسئول دې باید ترې پلټنې وشي او محاکمې ته راکش کړل شي. دا بریدونه د نړیوالو قوانینو په ضد دي.»
د دغه برید مسئولیت لا کومې ډلې منلې نه دی. دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د پولیو د واکسین په کمپاین کوونکو بریدونه کېږي او وژل کېږي.
ملګري ملتونه وايي تېرکال هم د پولیو ضد کمپاین نهه کار کوونکي وژل شوي وو. خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته دا د خپل ډول لومړي بریدونه دي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې تازه نهه میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی. د واکسین ټیمونه کور په کور او کوڅه په کوڅه ګرځي چې ماشومان واکسین کړي.
دا مهال په نړۍ کې یوازې افغانستان او پاکستان دي چې د پولیو پېښې لري.