یویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله کې د اوکرایین پر کړکېچ بحث وشو. د ملګرو ملتونو سرمنشي ‘انتونیو ګوترېش’ دې ناستې ته وینا کې د روسې او اوکرایین ترینګلتیا وروستیو کلونو، په ځانګړې توګه له هغې راوروسته چې دی د دغه سازمان سرمنشي ټاکل شوی، د نړۍ سولې او امنیت لپاره تر ټولو جدي ستونزه وبلله.
هغه خبرداری ورکړی چې نړۍ د روسیې او اوکرایین د کړکېچ پر سر “د خطر له شیبې” سره مخامخ ده او دا هغه شیبه ده چې نوموړی وايي ده “واقعا نه غوښتل را ورسېږي.”
ښاغلي ګوترېش ټینګار وکړ چې د وضعیت د خرابېدو مخنیوي لپاره زغم ته اړتیا ده.
هغه وویل: “اوس د اوربند د تامین او د ډیالوګ او مذاکراتو لار ته د ورګرځېدو وخت دی.”
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل دې ته په بشپړه توګه ژمن دی چې دغه کړکېچ د وینې له تویدو پرته حل کړي.
تر ګوترېش وړاندې د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر ‘دميترو کولېبا’ هم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د روسیې له اړخه د پېښو ګواښونو په اړه خبرې وکړې.
هغه وویل: “په اروپا او نوره نړۍ کې د میلیونونو کسانو راتلونکې په هغو اصولو پورې تړلې چې روسیه یې د لمنځه وړلو هڅه کوي.”
نوموړي دا راز زیاته کړه اوکرایین یوازې د ځان نه، بلکې د ټولې نړۍ د امنیت، ازادۍ، دیموکراسۍ، د نړیوال قانون د اساسي اصولو او سوله ییز ژوندانه دفاع کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه یو ځل بیا د امریکا یوه جګپوړي پوځي چارواکي ویلي مسکو لا هم پر اوکرایین د پراخې کچې یرغل ته چمتو دی او هره ګړۍ امکان شته چې دا برید پیل شي.
هغه دا څرګندونې د پنټاګون د نویو ارزونو له مخې کړې.
کړکېچ تر هغې وروسته زور واخیست چې د روسیې ولسمشر روانه اوونۍ د اوکرایین ختیځ کې د روسي پلوه بېلتونپالو یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو ډونېڅک او لوهانسک خپلواکي په رسمیت وپېژنده او دغو سیمو ته یې د سولې ساتنې د ماموریت په نامه زرګونه سرتیري ور واستول.
اوکراییني وګړو ته له روسیې د وتلو سپارښتنه
د اوکرایین حکومت له خپلو وګړو غوښتي چې د دوی په وینا د مسکو د “ډېرېدونکې دښمنۍ” په وجې له ځنډ پرته له دغه هېواده وځي.
په ۲۰۱۰ کال د روسیې موندنو ښودلې وه چې دغه هېواد شاوخوا دوه میلیونه اوکراینیانو ته تابعیت او د دایمي اوسېدو اجازه ورکړې او تر ۱ نیم میلیون ډېر نور بیا د اقتصادي ستونزو له کبله ورغلي دي.
په ورته وخت کې اوکرایین کې امنیتي سرچینو روسیې سره د کړکېچ له ډېرېدو وروسته ویلي یو میاشتنی ځانګړی امنیتي وضعیت اعلانوي.
د چارشنبې په ورځ دغه هېواد کې د پراخو سایبري بریدونو راپور ورکړ شو.
ویل کېږي دغو سایبري بریدونو کې وزارتونه او بانکونه په نښه شوي.
اوکرایني چارواکي وايي د دغه بریدونو له کبله د بهرنیو چارو او روغتیا وزارتونو په ګډون د ډېرو ادارو چارې ټکنۍ شوې دي.
اوکرایین کړکېچ؛ د امریکا او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو په جنيوا کې سره وليدل
امریکا او بریتانیا وايي، د اوکرایین کړکېچ دیپلوماتیک حل ته اوس هم هیله شته
پوتین له اوکرایین د بېلتون غوښتونکو سیمو خپلواکي په رسمیت وپېژندله
دا پرمختګونه داسې مهال دي چې اروپايي ټولنې د پنجشنبې پر ورځ بروکسل کې د دې ټولنې د غړو هېوادونو د مشرانو بېړنۍ ناسته وربللې ده.
دوی به د روسیې او اوکرایین پر کړکېچ خبرې وکړي.
د اروپايي شورا مشر چارلېس مېشل د اروپا مشرانو ته په یوه لیک کې لیکلي:
“خورا اړینه ده چې موږ خپل یووالی وساتو، ژمن واوسو او په شریکه خپل ګډ لیدلوری او ګامونه تعریف کړو.”