دا لا معلومه نه ده چې طالبانو د دغو ښځو څخه په زوره اعتراف اخیستی که په رضا. د افغانستان د مخکني حکومت یو شمېر چارواکو، د ښځو د حقونو مدافعانو او نورو فعالانو د طالبانو دا کار او دا ډول اعتراف اخیستل په کلکه غندليدي. وایي طالبانو نیول شوې ښځې دا ډول اعتراف ته په زوره مجبورې کړې دي.
د بشري حقونو د څار د ادارې غړې هیتر بار د دا ډول اعتراف اخیستل او ویدو خپرول د بشر د حقونو نقض بللی دی . هغې د نورو خبرو تر څنګ دا خبره کړې ده چې طالبانو د دغو ښځو نیول نه منل خو اوس یې ویدیو خپره کړې ده. هغه وايي چې طالبانو دغو ښځو ته د وکیل لرلو حق نه دی ورکړی او هغوی په جرم تورنې کړې دي.
نوموړي لیکلي دي: « د هېواد د تښتول شویو ښځو د اعترافونو ویدو مې ولیدله. دا د نړۍ په تاریخ کې لومړی ځل نه دی چې حاکمان له خپلو خلکو څخه د شکنجې او ترهې په زور اعتراف اخلي او هغوی پښمانۍ ته مجبوروي. خو په دا ډول هرې پېښمانۍ کې، د استبداد او تاریخي بدویت په ضد د نفرت یوه نړۍ پټه ده.»
د افغانستان د ولسي جرګې مخکنۍ غړې فوزیه کوفي هم د طالبانو دا کار غندلی دی. هغه چې په خپله هم د ښځو د حقونو یوه فعاله بلل کېږي، لیکلي دي چې طالبانو د ښځو له موجودیت څخه ډارېږي.
میرمن کوفي لیکلي دي: «د اجباري اعتراف اخیستل او د ښځو د داسې تصویر خپرول چې شخصیت او حرمت یې زیانمنوي، جرم دی. تاسو زما د هېواد له ښځو څخه د انساني ژوند حق اخیستی او تمه لری چې څوک دې اعتراض نکوي؟ تاسو چې د معترضو ښځو څخه ډار شوي یاست او له هرې ممکنې وسیلې څخه د هغوی د بې اعتباره کولو هوډ لری، دا د ښځو د قوت په مانا دی.»
طالبان داسې مهال دا ویدیوګانې خپروي چې څه موده مخکې یې د څلورو ښځینه فعالانو له ترې تم کېدو وروسته یې ویل چې د هغوی په اړه معلومات نلري، خو څه موده مخکې یې پرېښودلې.
په همدې حال کې د دغو ویدیوګانو له خپرېدو دا هم معلومیږي چې یو شمېر ښځینه فعالانې لا هم د طالبانو په توقیف کې دي. د طالبانو له راتګ وروسته، یو شمېر ښځو د کار، تحصیل او نورو اساسي حقونو لپاره مظاهرې وکړې او له طالبانو یې په کلکه وغوښتل چې دوی ته خپل حقوق ورکړي.
طالبانو د دغو مظاهرو مخه ونیوله، مظاهرې یې بندې او ځینې ښځې یې ونیولې. ملګرو ملتونو او د بشر حقونو سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو د کار او تعلیم حقونه ورکړي. طالبانو د نجونو ابتدايه او متوسطه ښوونځي پرانیستیاو عالي لیسې لا هم تړليدي.
دا په داسې حال ده چې طالبان هڅه کوي نړیوال قانع کړي چې حکومت یې په رسمیت وپېژني.