طالبان کارکوونکو ته: ښځې دې اسلامي حجاب رعایت او نارینه دې ږېرې پرېږدي

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو د ملکي خدماتو له کار کوونکو څخه غوښتي چې باید خپل صورت او سیرت د سنتو مطابق برابر کړي“​ او ښځینه کار کوونکو ته یې خبر داری ورکړی که اسلامي حجاب مراعت نکړي له دندو څخه به لیري شي.

د دغه وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۱ (سلواغې دوهمه) خبریالانو ته په استول شوي پيغام کې ویلي چې د دوی توصیه نامې د عدلیې، کلیو او پراختیا او اوبو او انرژۍ وزارت له ملکي مامورینو سره شریکې شوي دي.

ښاغلي مهاجر زیاته کړې ده: “… په ټولو دولتي ادارو کې ښځې باید شرعي حجاب مراعت کړي او د سرغړونې په صورت کې به له دندې څخه لیري شي.”

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د توصیه نامو په اساس، نارینه ماموران باید خپل “صورت او سیرت” پر شریعت برابر کړي او د سنتو مطابق ږیره پرېږدي. دغه وزارت همدارنګه توصیه کړې چې د ښځینه او نارینه کار کوونکو کاري دفترونه باید ژر تر ژره سره بېل شي.

Translate »
%d bloggers like this: