زيلينسکي: د روسیې پر وړاندې د خپلې دفاع هوډ لرو

Advertisements

د اوکرايين ولسمشر زيلينسکي وايي هېواد يې هوډ لري چې د خپلو متحدينو په ملاتړ يا له هغو پرته له روسیې ځان وژغوري. ده وويل “اوکرایين سوله غواړي، اروپا سوله غواړي، نړۍ وايي چې جګړه نه غواړي، په داسې حال کې چې روسيه وايي نه غواړي بريد وکړي. له دې ښکاري چې يو څوک درواغ وايي”.

نوموړي دغه څرګندوې د جرمني مونيخ په يوه امنيتي کنفرانس کې وکړې. ښاغلي زيلینسکي زياته کړه چې “اوکرايين اروپا اته کاله د روسيې له پوځ څخه ساتلې خو وايي دا د منلو نه ده چې د دايمې بېلونکې ساحې په سترګه ورته وکتل شي”.

ښاغلي زيلينسکي پر لوېديځو هېوادونو غږ وکړ، چې اوکرايین ته د ناټو او اروپايي ټولنې د غړيتوب ورکولو په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

تر دې وړاندې د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن د مونيخ امنيتي کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل، که روسيه پر اوکرايين بريد وکړي دوی به پر روسي اشخاصو او شرکتونو هم بنديزونه ولګوي.

نوموړی دغه څرګندونې په بريتانيا کې د نوي قانون له اعلان وروسته وکړې چې له مخې به يې دغه هېواد وکولی شي پر روسيه بنديزونه پراخ کړي.

ښاغلي جانسن خبرداری ورکړ “که چېرې پر اوکرايين بريد وشي نو ټکان به يې ټوله نړۍ کې محسوس شي”.

Shelling damage inside a nursery in eastern Ukraine

د عکس سرچینه،REUTERS

دا په داسې حال کې ده چې د اوکرایین ختیځ کې د بېل شویو سیمو پوځي ټولګیو ته د جګړې له زیاتېدو سره هممهاله د یو ځای کېدو امر شوی.

دونیڅک او لوهانڅک سیمو کې چې په خپل سر یې له اوکرایینه بېل جمهوریتونه اعلان کړي، هغو نارینه وو ته چې د جګړې لپاره د عمر ټاکلي حد ته رسېدلي د تیارسئ امر شوی دی.

په سیمه کې مېشتو لږکیو د اورکراییني حکومتي ځواکونو او بېلتونپالو وسله والو تر منځ د جګړې لومړۍ کرښه کې د نښتو ډېرېدو رپوټونه ورکړي.

بل لور د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي خبره دې ته رسېدلې چې د روسيي ولسمشر پر اوکریان د برید پرېکړه کړې.

لویدیځوال پر روسیې تور پورې کوي، چې بېلو شویو سیمو کې داسې سیناریو چمتو کوي، چې بیا د همدې پلمې له مخې پر اوکرایین یرغل وکړي.

امریکا متحده ایالتونه وايي، روسیې له اوکرایین سره پر پوله نژدې ۱۶۹ زره روسي کسان ځای پر ځای کړي، چې د دونیڅک او لوهانڅک سیمو روسي بېلتونپال هم پکې شامل دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین چې په پام کې ده، د شنبې پر ورځ به د روسي اتومي توغندیز ستراتیژیک ځواک تمرینات وګوري وايي، د اوکرایین په ختیځ کې وضعیت مخ په خرابېدو دی.

نوموړی وايي، هیله یې دا ده چې له لویدیځوالو مشرانو سره پر دې موضوع وغږېږي، خو په وینا یې د روسیې امنیتي اندېښنې له پامه غورځول شوې دي.

بل لور په پام کې ده د جرمني په میونیخ کې د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زیلنسکي د امریکا مرستیالې ولسمشرې کملا هاریس په ګډون له لویدیځوالو مشرانو سره په یوه امنیتي کنفرانس کې وویني.

اوکرایین چې د پخواني شوروي اتحاد یو غړی جمهوریت و، د اروپايي ټولنې یا ناټو غړی هېواد نه دی، خو له دواړو سازمانونو سره نژدې اړیکي لري.

بایډن: ‘قانع شوی یم’ چې پوتین پر اوکرایین د برید پرېکړه کړې

د عکس سرچینه،REUTERS

له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه ټلویزوني وینا کې وویل پر اوکرایین د روسیې برید شونتیا ورځو او اونیو ته نژدې ده.

هغه له دغه وینا وړاندې د کاناډا، بريتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، رومانیا، پولنډ او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو او ناټو له مشرانو سره پر ټلیفون وغږېد.

ولسمشر بایډن وویل:

”موږ د خپل باور لپاره دلایل لرو چې روسیه د تیاریو په حالت کې ده چې غواړي راتلونکو ورځو او اونیو کې پر اوکراین برید وکړي. زما په اند پلازمېنه کېیف به ددغه برید نښه وي، د ۲ اعشاریه اته میلیونو بې ګنا وګړو ښار. زه په لوړ غږ د روسيي د بریدونو سمبالښت په تړاو خبرې کوم. ددې لپاره نه چې د جګړې غوښتونکی یم، بلکې هرڅه چې زموږ له وسه کېږي باید هغه پلمې له منځه یوسو چې ددغه برید لپاره توجیه کېږي او باید د هر شوني ګام مخنیوی یې وکړو. ”

لومړی ځل جوبایډن دومره ډاډمن غږيږي چې ګواکې روسیه پر اوکراین یرغل کوي.

تر دې ګړۍ وړاندې د ناټو عمومي منشي ین سټولټنبرګ بي بي سي سره خبرو کې وویل، د اوکراین پولو حالت ګواښونکی دی، او ددغه څه لپاره قانع کونکي دلایل شته.

هغه وویل له دویمې نړیوالې جګړې وروسته روسيي په لومړي وار دومره لویې لښکرې سمبال کړې.

د عکس سرچینه،TASS VIA GETTY IMAGES

د عکس تشریح،دونیڅک کې له چاودنې وروسته د یوه پوځي ګاډي پاتې شوني لیدل کېږي.

د ناټو مشر ټینګار لاره چې نه غواړي د روسيي د احتمالي برید بڼې اټکل وکړي.

هغه وايي:

”واقعیت دادی چې روسيي ځواکونه د اوکرایين پولو ته څېرمه راټول شوي، او تیار دي له خبرداري پرته برید وکړي. حالت خورا خطرناک دی. په ځانګړې ډول کله چې روسیه هغه غوښتنې مخې ته کوي چې موږ ته د منلو وړ نه دي او د اوروپا د امنیتي کړنلارو سره په ټکر کې دي. ”

تېره ورځ د اوکرایين له ختیځه پر خواله رسنیو داسې انځورونه خپاره شول چې پکې د ګواښ کچ لیدلی شي.

د روسيې له ملاتړه برخمنو بیلتونپالو له ولسي خلکو غوښتي چې سیمه پرېږدي، په داسې حال کې چې تیرې دوې ورځې د پوځ او بیلتونپالو ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.

بیلتونپالي وايي پر خپله سیمه د اوکرایين له بریده اندېښنه لري ځکه یې د ولسي خلکو د ایستلو امر کړی.

د اوکرایين حکومت ویلي، د کوم برید تکل نه لري او بیلتونپالي غواړي د مسکو د ګټو لپاره اړی – ګړی جوړ کړي.

بل لور د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د مونیخ امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته رسېدلی، د اوکراین ختیځ کې یې د هاوان ډزې د نورو بریدونو لپاره لار جوړل وبلل او ویې ویل روسيه غواړي په دا ډول بریدونو د لوی چپاو دلیل وپلټي.

ښاغلی بلېنکن وايي:

”په داسې حال کې چې موږ هڅه کوو له هرې شونې لارې دا ډاډ ترلاسه کړو چې رادبره شوی کړکیچ د ډیپلوماسۍ او خبرو له لارې حل کړو، موږ ژورې اندېښنې لرو، څه چې اوسنۍ لاره ده باید پرې تګ ونشي. او دا سې هرڅه چې موږ یې وینو تېرو ۲۴ او ۴۸ ساعتونو کې پېښ شول د ناسمو خوځښتونو یوې سناریو ته ګام اخيستنه دي او د هغه څه ځواب چې چې پر اوکراین بریدګر پړاو دی. ”

لوېدیځوالو مشرانو په تېرو څو ورځو کې په وار – وار ویلي چې روسیه پر اوکراین د برید لپاره پلمې لټوي.

د روسيي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر خپل هیواد نیوکو ته په غبرګون کې لوېدیځ هېوادونه او امنیتي سازمانونه تورنوي چې اوکراینن کې د اوربند ماتېدو ته پام نه ساتي او داچې روسیه نه غواړي پر اوکرایين برید وکړي.

خو لوېدیځ چارواکي وايي روسانو د اوکراین پولوته نږدې ۱۵۰ زره سرتیري ځای پرځای کړي چا چې پر دغه هېواد برید ته سترګې برګې کړي.

Exit mobile version