د مالي کړکېچ: مکرون ۹ کاله وروسته له مالي نه د ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ

رانسې او په اروپايي ځواک کې یې متحدینو اعلان کړی چې خپل ځواکونه له مالي نه نژدي یوه لسیزه وروسته وباسي.

دغه ځواکونه په مالي کې د اسلامپالو اورپکو پرضد جګړه کې ښکیل وو.

چارواکي وايي له مالي نه د اروپايي ځواک د ایستلو پرېکړه یې وروسته له هغه وکړه چې دمالي د نوي پوځي حکومت د کړنو له امله ورسره دیپلوماتیکې اړیکې پرې شوې.

دا ځواکونه به د افریقا په ساحل سیمه کې ځاي پرځای کړای شي.

په یوې اعلامیې کې چې نن پنجنشنبه (د فبرورۍ ۱۷مه) خپره شوې د فرانسې په مشرۍ اروپايي ځواک ویلي فرانسه او متحدین یې سلا شوي چې د روان ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پورې خپل ځواکونه په افریقا کې وساتي په ځانګړي توګه نایجر او د ګیوني په خلیج کې.

اعلامیه زیاتوي چې دا کار له ګاونډیو هېوادونو سره په همغږۍ کې ترسره کېږي.

ویل شوي دا پرېکړه به د هغو هېوادونو لپاره د امنیت له پلوه پام وړ پایلې ولري چې په دې ماموریت کې یې پوځیان ښکیل دي.

ورته وخت کې د عاج ساحل ولسمشر الاسین اوترا خبرداری ورکړی چې له مالي نه به د اروپايي ځواک ایستل یوه تشه رامنځ ته کړي او په وینا یې د سیمې د هېوادونو پر حکومتونو به بار ډېر شي.

ښاغلي اوترا ویلي ‘موږ به اړ یو چې د خپلو دفاعي ځواکونو شمېر ډېر کړو او د خپلو پولو ساتنه سخته کړو. ‘

د سینګال ولسمشر مکي سال ویلي دی پوهېږي چې ولې فرانسې له مالي نه د خپلو پوځیانو د ایستلو پرېکړه کړې او په وینا یې ده ته ډاډ ورکړل شوی چې د ساحل په نامه سیمه کې به د اسلامپالو اورپکو پرضد جګړه دوام کوي.

افریقا

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

۲۰۱۳ کال کې فرانسې د مالي شمال ته له هغه وروسته زرګونه پوځیان واستول چې د دغه هېواد پراخې سیمې سخت دریځو وسله والو ونیولې.

که څه هم مالي پوځ دغه سیمې له وسله والو بېرته ونیوې، خو دغه هېواد کې ناامني لا هم شته او وسله وال تاوتریخوالی د سیمې نورو هېوادونو ته هم خپور شوی دی.

فرانسې د مالي تر څنګ د موریتانیا، نایجر، بورکینا فاسو او چاډ امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره په سیمه کې ۴۵۰۰ پوځیان مېشت کړي دي.

Translate »
%d bloggers like this: