Advertisements
پاکستان خپل ګاونډي هيواد هند ته اجازه ورکړې ده چې د واهګه پولې له لارې په ټنونو مرسته شوي غنم افغانستان ته انتقال کړي. دغه غنم به په راتلونکې اونۍ کې په افغاني لاريو کې جلال آباد ته ورسيږي.
د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو استازو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د يوه توافق پر اساس به د فيبرورۍ له ۲۱مې نيټې څخه افغاني لاريو ته اجازه ورکړل شي څو د پاکستان د واهګه پولې له لارې د هند له خوا مرسته شوي غنم افغانستان ته انتقال کړي.
دغو چارواکو چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې وويل چې په غنمو بار لارۍ به بيا په بله ورځ د تورخم له لارې د جلال آباد ښار پر لور روانې شي.
هند کابو درې مياشتې مخکې اعلان کړی وو چې افغانستان ته به ۵۰ زره ميتريک ټنه غنم او همدا راز ژوند ژغورونکي درمل واستوي، خو تر اوسه د دې مرستې انتقال ته زمينه برابره شوې نه وه. چارواکو زياته کړې ده چې پاکستان هغه وخت ويلي ول چې هند ته به اجازه ورکړي چې مرستې د دغه هيواد د ځمکنۍ لارې افغانستان ته انتقال کړي خو په نوي ډهلي کې حکومت تر تېرې اونۍ پورې په دې اړه لارې چارې نهايي کړې نه وې.
هند او پاکستان درې کاله ترمخه د هند تر ولکې لاندې کشمير کې تر خونړي بريد وروسته خپلې تجارتي اړيکي قطع کړې وې. هند د دغه بريد پړه چې تر ۴۰ ډېر هندي نيمه پوځي عسکر پکې وژل شوي ول، پر پاکستان اچوي. خو پاکستان دا تور ردوي او په دې اړه د شواهدو غوښتونکی دی.
مرسته شوي غنم په افغاني لاريو کې جلال آباد ته انتقال شي