شټاین مایر د پنځو نورو کلونو له پاره د آلمان ولسمشر شو

د آلمان اوسنی ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر د پنځو نورو کلونو له پاره د دغه هیواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو. شټاین مایر وتوانید د دغه هیواد د فدرال مجمع له ۱۴۲۵ رایو څخه حد اکثر ۱۰۴۵ رای ترلاسه کړې.

نن د یکشنبې په ورځ د آلمان ۶۶ کلن ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر وتوانید یو وار بیا د دغه هیواد د فدرال مجمع له لورې د استازو تائید ترلاسه او د پنځو راتلونکو کلونو له پاره د دغه هیواد د ولسمشر په توګه په خپل مقام کې باقي پاتې شي.

په هرو پنځو کلونو کې په آلمان کې نوی ولسمشر ټاکل کیږي، البته نه د ولس د مستقیمو رایو له لارې، بلکې د فدرال مجمع (Bundesversammlung) له طریقه. دغه بنسټ د آلمان د پارلمان د استازو او په همدې شمیر کې هغه استازي چې ایالتي پارلمانونه یي دغې مجمع ته معرفي کوي، څخه تشکیلیږي.

د آلمان اوسنی ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر په ۲۰۱۷م کال کې د لومړي ځل له پاره دې د دغه هیواد د ولسمشر په توګه انتخاب شوی و.

نوموړی د ائتلافي حکومت د )سوسیال دیموکرات/ آزاد دیموکرات/ زرغون( ګوندونو له خوا وړاندیز شوی نوماند دی او همدارنګه د اصلي اپوزیسیون( دیموکرات مسیحي/ سوسیال مسیحي( ګوندونو له ملاتړ څخه هم برخمن دی.

شټاین مایر پخپله د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند پورې تعلق لري، خو د جمهوري ریاست په دوران کې د ولسمشر د بې طرفۍ رول او همدارنګه د ټولو خلکو د استازیتوب له امله، دغه چارواکی باید له خپل ګوندي تړاوه لاس واخلي.

د آلمان د جمهوررئیس د ټاکلو په دې دره کې دری نورو څیرو هم د شټاین مایر د رقیب په توګه په صحنه کې شتون درلود: ګرهارد ترابرت چې یو ډاکتر دی د چپیانو د ګوند له خوا جمهوري ریاست ته د نوماند په توګه معرفي شوی و. ماکس اوته، چې اقتصاد پوه دی او د »آلمان له پاره بدیل» ښې اړخي ګوند له خوا او میرمن شتفاني ګباوئر چې یوه فزیک پوهه ده د آزاد او مستقلو رای ورکوونکو له لوري د آلمان ولسمشرۍ ته کاندان ول.

خو د شټاین مایر هیڅ کوم سیال له اړین ملاتړ څخه برخمن نه و او هغه [شټاین مایر] وتوانید په لومړي پړاو کې حد اکثر رای ترلاسه کړي.

د آلمان د فدرال مجمع نیمایي یي د آلمان د پارلمان یا بونډسټاګ او پاتې نیمایي یي هغه کسان دي چې د آلمان د ایالتي پارلمانونو له خوا استول کیږي او په حقیقت کې د ټولنې له ټولو قشرونو څخه استازیتوب کوي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

https://www.dw.com/ps/

Translate »
%d bloggers like this: