د یو بل خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دغه سازمان په دغه هیواد کې د روغتیايي سکتور برخه کې خپلو مرستواو همکاریو ته دوام ورکوي. دغه سازمان زیاته کړې چې اوس مهال په ټول افغانستان کې څه باندې ۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال دي او د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او نور بنسټونه د دغه روغتونونو سره همکاري کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس هغوی په وروستیو میاشتو کې د روغتیايي برخې د ټولو کار کوونکو معاشونه او د یادو روغتونونو لپاره درمل، او نور اړین طبي تجهیزات برابر کړي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې دوی له خپلو همکارانو سره هڅه کوي چې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په هدف یا روغتونونه فعال وساتل شي