اروپايي ټولنې افغان ښوونکو ته د ۵۰ ميليونه يورو بېړنۍ مرستې ورکولو اعلان کړی

روپايي ټولنې د افغان ښونکو د وضعيت ښه کولو په موخه د ۵۰ ميليونو يورو چې شاوخوا ۵۷ ميليونه ډالر کېږي، مرستې ژمنه کړې ده. دغه مرستې اعلان د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبورا لاينز د طالبانو د لومړي وزیر له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د لیدو پر مهال شوی دی.

دغه ۵۰ میليونه يورو به د یونیسف له لارې د افغانستان په دولتي ښوونځیو کې ښوونکو ته ورکړل شي. دا مرسته د هغو ۳۰۰ میلیون یورو یوه برخه ده چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اړمنو خلکو لاسنيوي، د روغتیا او پوهنې په بېلابېلو پروژو کې يې د لګولو ژمنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې په وینا پاڼه کې راغلي د ژمي په دې دوو میاشتو کې به هر ښوونکي ته د میاشتې ۹۰ یورو ورکول کېږي او د نجونو او هلکانو د زده کړو هڅونې په لړ کې به د خوړو د ویش پروګرام د یونسیف پر مټ پلی کېږي.

Translate »
%d