پولنډ ته د امريکا ګڼ شمیر ځواکونه ورسیدل

د امریکا او روسیې تر منځ د موجوده تشنج په تړاو، د يکشنبې په ورځ د امريکايي قواوو یوه بله لويه کمکي پوځي قطعه پولډ ته رسیدلې ده. د دغو ځواکونو د مستقر کیدو موخه ناټو سره همکاري او د جګړيزو اهدافو مخنيوی ښودل شوی دی.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د امریکا د دغو پراشوټي ځواکونو حامل پوځي الوتکه (بوئينګ سي-۱۷) د ګرينويچ په وخت د غرمې شاوخوا یوه بجه د پولند په سويل کې په رزسسزاوشو هوايي ډګر کې کيناسته.

د دغو قواوو قوماندمان جنرال کریس دوناهو وويل چې د دوی موخه د «هر ډول جګړيزو اهدافو» مخنیوی او د اړتیا په صورت کې له ناټو څخه دفاع ده.

هغه په یاد هوايي ډګر کې خبریالانو ته وويل چې په دې تړاو وويل: «واضح خبره ده او موږ پوهيږو چې په اوسني وخت کې موږ له يو بل سره لا ځواکمن یو.»

امریکايي جنرال زیاته کړه: «دغه مستقر کيدل د هر ډول جګړيز هدف د مخنيوي د ضمانت له پاره یو محتطانه اقدام دی.»

امریکا متحده ایالاتو تیره اوونۍ وویل چې په آلمان او شرقي اروپا کې به خپل ۳۰۰۰ اضافي عسکر مستقر کړي.

د پولند دفاع وزیر، ماريوش بلاشاک ويلي دی چې د امریکايي اضافي قطعې ۱۷۰۰ عسکر به د «پولند په سویل لويديځ کې د ناټو په ختيځه څنډه کې» مستقر شي.

پولند چې د پخوانی کمونیستي بلاک هیواد دی په ۱۹۹۹ کال کې يې په ناټو سازمان کې ورګډ شو. دغه هیواد چې اوکراین سره ګډه پوله لري لا دمخه په دوره ېې توګه د شاوخوا ۴۵۰۰ امریکايي عسکرو کوربه وو.

د روسیې او لويديځ تر منځ دغه کړکيچ او بې باورې وروسته له هغې رامنځ ته شوې چې روسیې د اوکراین سرحد ته نژدې شاوخوا سل زره ځواکونه او درنې وسلې ځای پر ځای کړي. امریکا انديښنه ښودلې چې روسیه په دې کار سره غواړي پر اوکراین يرغل وکړي، هغه خبره چې روسیه يې ردوي.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading