پوتین: د اوکراین کړکېچ حل لاره اسانه نه ده، خو باید مذاکرات وشي

Advertisements

لینکن د لاوروف د تيلفوني اړيکې څخه د هرکلي تر څنګ وویل که روسیه واقعاً د جګړې او یرغل نیت نه لري، نو د دې وخت دی چې خپل ځواکونه په شا کړي. پوتین وايي لويديځ «زموږ پر غوښتنو باندې سترګي پټي کړي دي.»

د روسيې ولسمشر، ولاديمیر پوتين پر امریکا او ناټو باندې تور ولګاوه چې د اوکراین په بحران کې ېې د روسیې پر امنيتي اندېښنو سترګې پټې کړي دي.

پوتین د سه شنبې په ورځ د هنګري له صدراعظم، ويکتور اوربان، سره په یو خبري کنفرانس کې وويل: «موږ به د متحده ایالاتو او ناټو کتبي ځوابونه په دقت سره تر تحلیل لاندې ونیسو. خو له اوس نه روښانه ده چې په نهایت کې د روسیې اندېښنې نادیده ګڼل شوي دي.» هغه امریکا تورنه کړه چې له اوکراین څخه «ابزاري» استفاده کوي.

متحده ایالاتو او روسیې تیره اوونۍ د «امنيتي ضمانتونو» په هکله د روسيې درخواستونو ته په کتبي بڼه ځواب ورکړ. د پوتين له غوښتنو څخه يوه يې په ختيځ کې د ناټو د پرمختګ انصراف دی او دا چې لوېديځ بايد د دې تضمين وکړي چې اوکراین هيڅکله د ناټو له تړون سره نه يو ځای کيږي. امریکا او ناټو د روسيې دغه غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي چې هیوادونه د خپلواکۍ حاکميت او د خپلو متحدانو په انتخاب کې د تصمیم ګیرۍ حق لري، خو د ختيځې اروپا په هیوادونو کې چې د پخواني شوروي اتحاد له غړو څخه ګڼل کیږي، د امریکا د غیرمتعارف وسلو په اړه کیدای شي خبري اترې وشي.

حل لارې ته د پوتين هیلې او د اوکراين په اړه ېې اندېښنې

د فرانسې خبري آژانس په حواله پوتين ویلي دي: «هیله مند يم چې موږ وشو کړی په پای کې یوه د حل لاره پیدا کړو.» خو هغه په عین حال کې ټينګار وکړ چې د حل ېوې لارې ته لاسرسی به «اسانه نه وي.»

Ungarn Russland Orban Putin

پوتین د هنګري صدراعظم، ويکتور اوربان سره

د روسیې ولسمشر وويل چې د واشنګټن اصلي هدف د روسيې «مهارول» دي او «اوکراین یوازې یوه وسیله ده تر څو موږ په یو پوځي کړکېچ لور ته وکاږي.»

که څه هم روسيې د وروستيو اوونیو په جریان کې د اوکراين سرحد ته نژدې خپل له ۱۰۰ زرو ډېر عسکر او درانه پوځي تسلیحات ځای پر ځای کړي، خو د کرملين چارواکي وايي چې پر اوکراین د حملې نیت نه لري.

د رويټرز خبري آژانس په حواله، پوتين په دغه خبري کنفرانس کې د یوې جګړې له خطر څخه خبرداری ورکړ. هغه د دغه خطر منشا له ناټو سره د اوکراین احتمالي پیوستون او له روسيې څخه په قهرجن شکل د کریميا ټاپو د بیرته نیولو له پاره د دغه هیواد احتمالي هڅه وګڼله.

پوتین وويل: «یوه شيبه تصور وکړئ چې اوکراین د ناټو غړی دی او لاس په پوځي عملیات پورې کوي. آیا هغه وخت موږ بايد د ناټو بلاک سره په جګړه کې ښکیل شو؟ آیا چا په دې هکله فکر کړی دی؟ څنګه چې ښکاري، نه.»

د روسیې ولسمشر روښانه کړه چې بايد د ټولو د امنیت د تامين له پاره لارې چارې پیدا شي. هغه هیله مندي وښوده چې د اوکراین په اړه خبرې اترې ادامه پیدا کړي تر څو د «منفي سناریوګانو»، د هغې له ډلې د یوه جنګ مخنیوی وشي.

د خبرو ادامې ته د چمتوالي ډاډ

د روسيې د بهرنيو چارو وزیر، سرګي لاوروف، د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱) وويل چې بلینکن ورته ډاډ ورکړ چې واشنګټن د مسکو د امنيتي اندیښنو په اړه خبرو اترو ته تیار دی.

لاوروف له بلينکن سره تر ټيلفوني خبرو وروسته په یوه ويډيويي پیغام کې ويلي دي: «موږ پر صادقانه خبرو او صادقانه توضیحاتو باندې ټينګار کوو؛ دا چې ولې لويديځ خپلو ژمنو ته ژمن نه دی او یا یوازې په انتخابي او د خپلې ګټې په صورت کې د ژمنو عملي کولو ته تیار دی.»

سرګي لاوروف او انتوني بلینکن

لاوروف زیاته کړه: «بلینکن ټينکار وکړ چې دغه موضوع د لا ډيرو خبرو اترو ځای لري.»

امريکايي چارواکو بیا د لاوروف او بلینکن تر منځ تليفوني خبرې د بلینکين له څرګندونو څخه بيان کړي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي چې د نوم له ښودلو څخه یې ډډه کړې وويل چې بلینکن لاوروف ته ویلي دي: «که چیرته ولسمشر پوتين واقعاً د جګړې او په [اوکراین کې] د رژیم د بدلولو قصد نه لري، نو د دې وخت دی چې خپل پوځي ځواکونه او درنې وسلې پر شا کړي او په فعالانه توګه دې په جدي مذاکراتو کې راګډ شي او دغه کار د ټولې اروپا د امنيت تقویه کونکی دی.»

پر اوکراین یرغل او عواقب يې

د امریکا د بهرنيو چارو وزير په عین حال کې خپل روسي سیال ته خبرداری ورکړی چې پر اوکراین باندې یو پوځي یرغل به د روسيې له پاره «چټک او جدي عواقب» ولري او کرملین باید د اوکراين په بحران کې نور هم د «ډيپلوماسۍ لاره تعقیب کړي.»

د فرانسې خبري آژانس په حواله، بلینکن په دغې ټيلفوني اړيکه کې لاوروف ته یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا متحده ایالات د اوکراین یا د بل هر هیواد د «ځمکنۍ بشپړتیا او حاکميت» څخه ملاتړ کوي او دا د هیوادونو حق بولي چې د خپل هیواد د «بهرني سیاست او متحدانو» په هکله تصمیم ونیسي.

بلینکن له دې سره جوخت، اعلان وکړ چې د امریکا حکومت روسيې سره پر امنيتي مسائيلو خبرو ته تیار دی.

اوکراین سره د بریتانیا دریدل

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي او د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن

له بل لورې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن وايي چې پوتين غواړي د اکراین کړکيچ په تړاو په خپلو اقداماتو سره، په زور د اروپا امنيتي جوړښت ته تغیر ورکړي.

جانسن په اوکراین کې د دغه هیواد له ولسمشر ولاديمير زیلینسکي سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې دغه مسئله په ګواښونو کې اغراق کول نه، بلکې د روسيې پوځي تدارکاتو ته په کتو، د جګړې یو واقعي خطر دی.

هغه وویل په پام کې لري چې د چهارشنبې په ورځ (د فبروي ۲مه) به د روسيې له ولسمشر سره خبر خبرې وکړي.

جانسن او زلنسکي په یوه ګډه اعلاميه کې روسيې ته خبرداری ورکړی چې اوکراین ته لښکر کشي کوي. دواړو مشرانو د روسيې دا ډول یو اقدام «یو درنه ستراتيژيکه تیروتنه، چې درنه انساني بیه به هم له ځانه سره ولري» بللې ده.

بریتانيا او اوکراين په دغې ګډه اعلاميه کې ټينګار کړی دی چې په ګډه به د اوکراین د پوځي توان له پاره کار کوي.

https://www.dw.com/ps

Exit mobile version