د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوال جام نيمه پایلوبه کې انګلنډ له افغانستان څخه خپله سيالي په ۱۵ منډو وګټله.
انګلنډ د نننۍ لوبې پچه وکټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۴۷ اورونو کې يې د شبږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۱ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې افغانستان ۲۱۵ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره نور احمد دوې، نويد ځدراڼ دوې، ننګيالي خروټي او اظهار الحق يوه يوه وېکټه واخيسته.
د انګلنډ جورج بېل ۵۶، الېکس هارټن ۵۳ او جورج تامس۵۰ منډې ترسره کړې.
د افغانستان لپاره الله نور تر ټولو ډېرې (۶۰) منډې وکړې. د ده تر څنګ محمد اسحاق ۴۳، عبدالهادي ۳۷، بلال احمد ۳۳ او نور احمد ۲۵ منډې وکړې.
په نننۍ لوبه کې افغان لوبډله د سليمان ساپي په مشرۍ سيالۍ ته وتلې. د ده تر څنګ الله نور، بلال احمد، اسحاق محمدي، ننګيالی خروټی، نور احمد، بلال سميع، اعجاز احمدزی، اظهار الحق او نويد ځدراڼ شامل دي.
افغان لوبډلې له سرېلنکا نه د لوبې له ګټلو وروسته نیمه پایلوبې یا سیمې فاینل ته لاره ومونده.
د افغان لوبډلې مشر روزونکي رئیس احمدزي هیله څرګنده کړې چې لوبډله به یې له انګلستان سره په نیمه پایلوبه یا سیمي فاینل کې ښه لوبه مینه والو ته وړاندې کړي.
تر دې وړاندې افغان لوبډلې د جنورۍ پر ۲۲ مه زمبابوې ته په ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه او له دې سره يې منځلوبو يا کوارټر فاينل ته لار ومونده.
افغان لوبډلې د نړیوال جام سایلو په ترڅ کې له پاپوا نیوګیني او زمبابوې نه لوبې ګټلې خو له پاکستان سره یې لوبه وبایلوده.
افغانستان چې په سي ( C) ګروپ کې ځای درلود په ځنډ د رسېدو او د نړيوال جام د قرنطين محدويتونو پر اساس يې لومړنۍ سيالي چې ټاکل شوې وه د جنورۍ مياشتې پر ۱۶ ترسره شي وځنډېده، له انګلنډ او اماراتو سره د چمتووالي لوبې هم ترې پاتې شوې دي.