بورېس جانسن د کورونا وبا محدوديتونو ماتولو په اړه له راپور خپرېدو وروسته بښنه وغوښته

د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن د کورونا وبا د قرنطين پر مهال په خپل کور او کاري دفتر کې د مېلمستياو له امله بښنه وغوښته او زياته يې کړه چې له دې وروسته به دفتري چارې ښې کړي.

پر نوموړي له څه مودې راهيسې د مخالف کارګر ګوند او د خپل ګوند ځينې غړي نيوکه کوي چې د کورونا وبا د قرنطين پر مهال يې د لومړي وزير دفتر کې مېلمستياوې کړې دي.

په دې اړه له خپاره شوي راپور وروسته د بريتانيا لومړي وزير د دغه هېواد له پارلمانه بښنه وغوښته او زیاته يې کړه “د هغه څه له امله بښنه غواړم چې موږ سم نه دي ترسره کړي او همدارنګه د دې مسلې د حل کولو د څرنګوالي په اړه بښنه غواړم”.

نوموړی وويل، “دا اوس هېڅ ګټه نه لري چې ووايو د لومړي وزير دفتر کې مېلمستياوې د قانون چوکاټ کې وې که نه او يا دا چې د دفتر کارکوونکو ډېر زحمت ګاله”.

د لومړي وزير بورېس جانسن په دفتر کې په داسې حال کې مېلمستياوې شوې وې چې په هېواد کې پر راټولېدو سخت بنديزونه لګول شوي وو.

ښاغلي جانسن وويل، “دا وبايي ناروغي د هر چا لپاره ستونزمنه وه، موږ د دې هېواد له خلکو وغوښتل چې ډېرې بې ساري قربانۍ ورکړې، د خلکو په غوسه پوهېږم او بښنه کافي نه ده”.

نوموړی وايي “اوس په پاليسۍ کې بدلونونه راولي چې څرنګه د کاري دفتر چاري پرمخ يوړل شي ترڅو وکولی شو چې حکومت په سم لوري رهبري شي”.

ده په راتلونکو څو ورځو کې د نورو اعلانونو ژمنه وکړه چې د حکومت چارې ښې کړي او د لومړي وزير او پارلمان تر منځ اړیکو کې ښه والی رامنځ ته کړي.

د بريتانيا حکومت يوې جګپوړې چارواکې سو ګري په خپل دې راپور کې د لومړي وزير جانس د دفتر او کابينې بېلابېلو برخو کې د ناکامۍ په اړه يادونه کړې ده.

له څو ورځو انتظار وروسته دغه راپور نن د لومړي وزير دفتر ته وسپارل شو او له هغه وروسته بيا خپور شو.

پر ښاغلي جانسن لګېدلو تورونو بې ساري سياسي فشارونه راپارولي او له ده د لومړي وزير په توګه د استعفا غوښتنه کېږي.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading