اروپا پارلمان ”د افغان ښځو ورځې” په نامه غونډه کوي

اروپا پارلمان د راتلونکې فبرورۍ په لومړۍ او دویمه ورځ کې د دې پارلمان ځینې غړو، او افغان ښځینه فعالانو په ګډون د ”افغان ښځو ورځې ” په نامه غونډه جوړوي.

د اروپا پارلمان په په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، ”دې غونډو کې به په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو خورا اندېښمنونکي حالت په هکله خبرې وشي. ”

په پام کې ده، دې غونډو ته به د اروپا پارلمان مشره روبرتا متسولا، د افغانستان ښځو چارو پخوانۍ وزیره سیما ثمر، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنر دفتر ځانګړې استازې انجیلینا جولي (د ثبت شوي پیغام له لارې)، د اروپايي ټولې کمېسیون مشره اورسولا فوندرلاین (د ثبت شوي پیغام له لارې) او د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې امینه محمد (د ثبت شوي پیغام له لارې) خبرې وکړي.

ویل کېږي، غونډه به د افغان سندرغاړې اریانا سعید په “بانوی سرزمین آتش” نومې سندرې په غږولو سره پای ته ورسېږي.

مرکزي غونډه د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه او ورسره ضمني غونډې به پر دویمه ورځ د اروپا پارلمان په ودانۍ کې تر سره کېږي.

د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي دي، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون کوي.

د پروګرام له مخې به دې غونډو کې د “حوا، مریم، عایشه” په نامه فلم نندارې ته وړاندې شي چې افغان فلم جوړونکې صحرا کریمي چمتو کړی دی.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading