جنرال مارک میلي: په اوکراین د روسیې برید به درنه مرګ ژوبله او ورانی رامنځته کړي

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۸ ( سلواغې ۸) د امریکا د دفاع وزارت په مقر کې په یوه خبري کنفرانس خبریالانو ته وویل روسیه به په اوکراین باندې په برید کولو سره د جګړې د ښکېلو غاړو لپاره سخته مرګ ژوبله او ورانی رامنځته کړي.

هغه چې د امریکا د دفاع له وزیر لویډ آستن سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل د دغې احتمالي تراژیدۍ د پېښېدو مخه یواځې په هغه صورت کې نیول کیدي چې روسیه خپل ځواکونه پرشا کړي.

جنرال مایلي وویل:” د روسیې ځمکنیو، توپچي، بالستیک توغندیو او هوايي ځواکونو ته په کتو سره که چیرې دغه ځواکونه د اوکراین پرضد وکارول شي نو ډیر زیات تلفات به رامنځته کړي. تاسو یې تصور کولی شی چې په ګڼ میشتو ښاري سیمو کې د دې ډول ځواک کارول به څه ډول عواقب ولري، ډیرویرونکي او بد عواقب به ولري.”

د امریکا له خوا دغه خبرداری په داسې وخت کې ورکول کیږي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ بن بست خپل اوج ته رسېدلی دی.

د جمعې په ورځ ناوخته د پنلسوانیا له ایالت واشنګټن څخه د راستنېدو پرمهال ولسمشر جوبایډن خبریالانو ته وویل دی به د اروپا ختیځ ته امریکایي عسکر ولیږي.

هغه وویل:‌”زه به د اروپا ختیځ او د ناټو غړو هیوادونو ته په نږدې راتلونکي کې عسکر ولېږم خو شمیر به یې زیات نه وي.”

د ناټو د تړون سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم د جمعې په ورځ وویل، دغه پوځي تړون په ختیځه اروپا کې خپل حضور غښتلی کړی او په بلاروس کې د روسیې د جنګی الوتکواو د اس -۴۰۰- الوتکو ضد توغندیو ځای پرځای کول له نږدې څاري.

له بلې خوا، په داسې حال کې چې د امریکا د دفاع د وزارت چارواکي د روسیې او اوکراین په ګډې پولې د زرګونو روسي عسکرو اوتجهیزاتو د ځای پرځای کېدو او په اوکراین باندې د برید د احتمال په هکله خبرداری ورکوي، د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې لویدیځ د مسکو امنیتي اندېښنو ته کافي ځواب ندی ویلی.

د کریمیلن له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې پوتین ولسمشر مکرون ته ویلي چې روسیې ته په وروستیو لیکل شویو ځوابونو کې،غربي دپلوماتانو، د روسیې له پولې سره د ناټو د تړون د وسلو د ځای پرځای کولو په ګډون د ناټو د پراختیا او له ختیځې اروپا څخه د دغه تړون د ځواکونو د په شا کېدو په هکله غور نه دی کړی.

 

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading