د اوبو او بریښنا وزارت هغه اوازې رد کړي چې ګواکي د کمال خان بند اوبه یې د ایران په غوښتنه خوشي کړي 

د اوبو او بریښنا وزارت هغه اوازې رد کړي چې ګواکي د کمال خان بند اوبه یې د ایران په غوښتنه خوشي کړي 

طالبانو په یو تازه اقدام کې د کمال خان بند اوبه خوشې کړي دي‌ چې ورسره د یو شمېر افغانانو غبرګونونه هم پارېدلي دي.

افغانان ادعا لري چې د طالبانو حکومت د ایران په غوښتنه دا اوبه ایران ته پرېښي دي او دې کار په ځانګړي ډول په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونه پارولي دي.

خو د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت نن چهارشنبه جنورۍ ۱۹ (مرغومې ۲۹) وویل: «کوم خبرونه چې د بېګاه راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي دا حقیقت نلري… د کمال خان بند لاندې سیمې چې دي، د هغه خلکو بزګرانو په بار بار غوښتنې کړي دي عریضې کړي وې د نیمروز ولایت مقام ته، هلته یې د اوبو رسولو ریاست ته عریضې کړي وې چې د کمال خان بند اوبه را پارچاو کړي.»

وايي چې د سیمې د اوسېدونکو تر یادې غوښتنې وروسته د طالبانو د اوبو او برېښنا د وزیر په امر دغه اوبه ورخوشي شوي دي.داوزارت واييچې وروستیو اورښتونو د کمال خان بند کاسه ډکه کړې ده.

خو د ایران نیمه دولتي‌ اژانس ارنا د ایران د سیستان او بلوچستان د والي حسن مدرس خیایاني له خولې لیکلي‌ دي‌ چې د کمال خان بند د دو دوازو په پرانیستلو سره د افغانستان له لوري سره توافق شوی دی. نوموړي ویلي دي چې د دغه بند د اوبو بهیر روان وي چې د هلمند له سیند څخه د ایران «حقابه په کامل ډول عملي» شي.

ښاغلي خیاباني‌ نن وویل چې د پرلپسې خبرو په نتیجه کې او په افغانستان کې د وروستیو بارانونو له کبله تېره ورځ د کمال خان بند دوې دروازې پرانیستل شوې چې اوبه به یې د هغه په وینا د ۴۸ او ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې به د ایران خاورو ته ورسیږي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یو پلاوي په مشرۍ تهران ته ولاړ.‌ دی کابل ته له راتګ وروسته خبریالانو ته وویل چې له ایراني‌ چارواکو سره یې د افغان کډوالو، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسائلو په اړه خبرې وکړي.

خو هغه په دې اړه پوره جزیات ورنکړل او نه هم ایراني‌ چارواکو او رسنیو ددغو ملاقاتونو بشپړ معلومات خپاره کړل.

خو ځينې په دې باور دي‌ چې ښايي په دې سفر ایراني چارواکو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په سرپرست امیر خان متقي فشار راوړی وي چې ایران ته د کمال خان بند اوبه ورخوشې کړي او په بدل کې به یې هغوی د طالبانو د فشار لاندې حکومت سره مرستې وکړي. خو تر دې دمه د طالبانو حکومت او ایران په دې اړه په مشخص ډول څه نه دي ویلي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم زیات شمیر کارونکو پر دې موضوع غبرګونونه ښودلي او ددې بند د اوبو خوشې کول یې د ایران د حکومت فشار او د طالبالنو د حکومت بې وسې ګڼلې دي.

د ایراني‌ چارواکو اندېښنې او ګواښونه

په وروستیو کلونو کې د ایران ختیځې سیمې او د افغانستان لویدیځې سیمې د پرله پسې وچکالیو سره مخامخ شوي چې ددغو وچکالیو په وجه زیات شمیر خلک له خپلو سیمو بیځایه شوي دي.

د ایران حکومت چارواکو د اوږدې مودې راهیسې له ایران سره په سرحد کې نژدې په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د بندونو د جوړولو په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې دي.

د ایران پخواني ولسمشر حسن روحاني درې کاله مخکې په یو سیمه ییز کنفرانس کې ویلي وو چې هیواد یې د افغانستان د هلمند د کجکي، د نیمروز د کمال خان، د هرات د سلما او ددې هیواد د نورو ولایتونو کې د بندونو د جوړیدو په اړه بې تفاوته نشي پاته کیدای، ځکه د هغه په وینا ددغو بندونو جوړیدل ددې هیواد په خراسان او سیستان ولایتونو ناوړه اغیز کوي.

له دې سربیره شاوخوا دوه کاله مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د افغانستان حکومت ته خبرداری ورکړی و چې د خپلې “حق آبه” په اړه به په تلافي کوونکو اقداماتو لاس پورې کړي، مګر داچې کابل د تهران غوښتنې ومني.

کمال خان بند

کمال خان بند چې کلونه مخکې د جوړېدو کارونه پيل شوي، د روان کال په وروي میاشت کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شو.

د کمال خان اوبو بند د نیمروز ولایت په چاربرچک ولسوالۍ کې موقعیت لري او په ۱۳۴۵کال کې د جوړولو کار پیل شوی و. خو د نا امنیو او ځینو نورو لاملونو او سیاسي تحولاتو له امله یې د جوړولو کارونه ځنډېدلي و.

په یاد بند کې د اوبو ذخیره کولو بهیر د ( ۱۳۹۹کال په سلواغې) میاشت کې پيل شوی و. کمال خان بند د ۱۷متره په جګوالي سره د ۵۲میلیون متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

دغه بند د نیمروز مرکز زرنج څخه په ۹۵کیلومترۍ کې ګاونډي هیواد ایران ته د هلمند سیند پر بهېدونکو اوبو جوړ شوی دی.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading