له پنځو مياشتو زياته موده تېره شوه، چې طالبان افغانستان کې واکمن شوي، خو دولتي پوهنتونونه چې د دغه هېواد ګرمو سيمو کې بايد پرانيستی وی، لا يې دروازې تړلې او ناروښانه برخلیک سره مخامخ دي.

د طالبانو لوړو زده کړو وزير يې بيا وايي د دغه هېواد لروبر له ۱۴۰ ډېر خصوصي پوهنتونونه پرانيستي دي.

خو چې عامه پوهنتونونه او ښوونځي بيا پيلېږي، افغانستان نړيوالو مرستو ته اړتيا لري، نصاب به بدلېږي، چې طالبان وايي اسلامي بڼه ورکوي. کريمې نعيمې یې په اړه راپور چمتو کړی.