Site icon

د ننګرهار اوسېدونکي د پاکستان انلاين ويزو په پروسه کې له فساده شکايت کوي

Advertisements

جلال اباد (۲۸ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار ګڼ اوسېدونکي شکايت کوي چې په دغه ولايت کې د پاکستان انلاين ويزو په پروسه کې فساد موجود دی او د سياحتي شرکتونو په نوم دفترونه له خلکو د يوې ويزې پر سر ۴۰۰ ډالر اخلي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولين هم وايي، په دې تړاو شکايتونه ور رسېدلي چې په اړه به یې جدي ګامونه واخیستل شي.
په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ مسوولين وايي، انلاين ويزې وړيا دي خو خلک وايي، چې د يوې ویزې بيه ان تر ۴۰۰ ډالرو پورته شوې ده.
د پژواک اژانس د راټولو کړو معلوماتو او په خواله رسنیو کې د دغو کاروباريانو د اعلاناتو له مخې، په يوې انلاين ويزې له ۴۰۰ افغانيو تر۴۰۰ سوه ډالرو له خلکو اخیستل کېږي.
رحمان الله د ننګرهار له هغو اوسېدونکو دی چې د کورنۍ غړو ته یې د پاکستان ویزې د ۱۸۰ زره افغانیو په بدل کې تر لاسه کړې دي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د کورنۍ درې غړي مې پاکستان ته تلل، له یوه سیاحتي شرکت سره مې خبرې وکړې، له ډېرو چنو وهلو وروسته یې د دریو ویزو پر سر ۱۸۰ زره افغانۍ راڅخه واخیستې.))
مدني فعال حيات الله حميدي هم وايي، خلک اړ شوي د پاکستان ویزې د کافي ډېرو پیسو ورکولو په بدل کې ترلاسه کړي.
هغه زیاتوي، ډېر خلک ناروغان لري غواړي د درملنې لپاره یې پاکستان ته بوځي، ځینې بیا هلته کاروبار لري او یا غواړي د خپلو دوستانو لیدلو ته لاړ شي، دوی مجبور دي ډېرې پیسې ولګوي او ویزه واخلي.
ده ادعا وکړه چې د کونسلګرۍ کارکوونکي په دغه فساد کې شریک دي او له سیاحتي شرکتونو خپله ونډه تر لاسه کوي.
نوموړی د پاکستان له سفارت او افغان چارواکو غواړي چې د ويزو په برخه کې د دې ډول بې بندوباریو مخنیوی وکړي.
امنیتي چارواکي وايي، د دا ډول ناقانونه کړنو له ترسره کوونکو سره به قانوني چلند وکړي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک ته وویل، دا ډول شکايتونه ور رسېدلي چې په اړه به یې جدي اقدامات ترسره کړي.
خو په ننګرهار کې د پاکستان جنرل کونسل عابدالله د ویزه لګوونکو او د کونسلګرۍ د کارکوونکو تر منځ جوړ جاړی او په فساد کې ښکېلتیا ردوي او وايي انلاین ویزې وړیا دي.
هغه زیاتوي، هر څوک کولای شي له خپل کور څخه ويزې ته اپلای وکړي او په اسانۍ انلاين ويزې ترلاسه کړي.
دا په داسې حال ده چې موده وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار شهزاده ارباب تورخم ته د خپل سفر پر مهال د افغانانو لپاره په ويزو کې د اسانتياوو برابرولو ژمنه کړې وه.
خو لا هم ډېر خلک له میاشتو میاشتو راهیسې د ویزو اخیستلو په تمه دي او دا چاره تر پخوا هم سخته شوې ده.

د ننګرهار اوسېدونکي د پاکستان انلاين ويزو په پروسه کې له فساده شکايت کوي

Exit mobile version