Site icon

هرات کې طالبانو یو موټر چلوونکی او یو درمل پلورونکی وژلي

Advertisements

په هرات کې د طالبانو د حکومت یو چارواکی د یوه موټر چلونکي چې د هغه په وینا د درېدو امر ته یې پاملرنه نه وه کړې او غوښتل یې خپل موټر پر طالب ساتونکو ور ولي، د وژلی .
په هرات کې د طالبانو د استخباراتو د ادارې ویاند ثابت هروي په وينا یاده پېښه تېر ماښام د هرات په جبرییل سیمه کې رامنځته شوې او د طالب ساتونکو په ډزو یو درمل پلورونکی هم سهواً وژل شوی دی.
هروي د وژل شوېو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې تېره اوونۍ د کابل په لویدیځ کې هم ورته یوه پېښه رامنځته شوې وه.
د زینب په نوم د دې پېښې د قرباني خور فاطمې ویلي، که څه هم اوښي يي د طالبانو امر پر ځای کړی او له تلاشۍ سره یې موټر درولی و، خو وروسته چې حرکت کې طالبان پرې ډزې کوي او خور یې وژله کېږي.
خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق په یوه استولي پیغام کې د دغۍ کورنۍ دغه ادعا رد کړې ده.

 

Exit mobile version