“کونړ کې د تېر نظام د ځينو مسوولینو پر ضد لسګونه عريضې ثبت شوې دي”

د کونړ مسوولین وايي چې خلکو د پخواني نظام د ځينو چارواکو پر ضد ۵۶ عريضې ثبت کړې دي، خو وايي چې هڅه کوي دغه مسئلې د افغاني دود له مخې هوارې کړې.

د کونړ امنیې قوماندانۍ مرستیال محیب الله عمر پژواک ته وویل چې د خلکو له خوا د تېر نظام د يو شمېر مسوولینو پر ضد يوازې دوی ته شاوخوا ۳۰ عريضې ور وړل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه خلک ادعا کوي چې د پخواني نظام ځينو چارواکو له دوی په بېلابېلا نومونو بډې اخيستې دي.
د عمر په وينا چې په يادو مسوولینو کې د تېر نظام وکيلان، ملکي او پوځي چارواکي شامل دي چې ځينو يې ترلاسه کړې پيسې بېرته خلکو ته حواله کړې دي.
د کونړ د استیناف محکمې رییس مولوي عزیزالرحمن حقاني هم په دې تړاو پژواک ته وویل چې د خلکو ادعاوې دا دي چې د تېر نظام چارواکو له دوی د بندیانو د خلاصون، د بند مودې راکمولو او په جنایي موضوعاتو کې د همکارۍ په موخه پیسې اخيستې دي.
د سرچينې په وينا، خلکو په تېرو پنځو میاشتو کې امنیې قوماندانۍ ته ۳۰، استیناف څارنوالۍ ته شپږ او محاکمو ته ۲۰ عريضې وړاندې کړې او ادعا يې کړې چې د تېر حکومت نظامي او ملکي مسوولینو له دوی څخه پيسې اخيستې.
حقاني زیاتوي چې د ا.ا.ا مشرتابه د عفوې فرمان ته په پام سره دوی د تېر نظام پر مسوولینو د رشوت او اختلاس ادعاوې په رسمي ډول نه دي تعقيب کړې، خو د دود له مخې يې د دواړو لورو په موافقه دغه موضوع د جرګو او مرکو له لارې تعقيب او د حل لار يې لټوي.
د کونړ د استيناف څارنوالۍ سرپرست رییس محمد سلام دروېش هم پژواک ته وویل چې د خلکو له خوا پر څارنوالانو عریضي شوې او ادعا کوي چې د تېر نظام پر مهال یې په دوسیو او قضیو کې د مرستې په نوم له دوی پیسې اخیستې دي
Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading