عمران خان افغانستان ته د ”متخصصانو کاري ځواک” استولو غوښتنه کړې

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپل هېواد له چارواکو غوښتي چې له دوستو هېوادونو سره همکارۍ ” وکړي او همدارنګه داسې متخصص کسان افغانستان ته واستوي چې په روغتیايي، مخابراتو او بانکداري برخه کې وړتیاوې ولري چې په افغانستان کې د بشري کړکېچ مخنیوی ‘ وشي.

ښاغلي خان د خپل هېواد لوړپوړ چارواکو او وزیرانو کومېټې (اپکس) په درېیمه غونډه کې له افغانستان سره د مرستو په تړاو د ملګرو ملتونو غوښتنه ستایلې ده.
نوموړي د افغانستان وضعیت په هکله اندېښنه ښوولې او په وینا یې ”د اړتیا په وخت کې به افغانان هېر نه کړي. ”
د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو وړمه ورځ په افغانستان کې دننه له ۲۲ میلیونه کسانو او دغه راز له هغو پنځه اعشاریه اووه میلیونه افغانانو سره چې په کوردننه بې ځایه شوي او یا پنځو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، د بشري مرستو لپاره د پنځه میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.
ملګري ملتونه وايي، افغانان اوسمهال له یوه داسې بحران سره مخامخ دي، چې په خورا چټکۍ سره په پراخېدو دی
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، له نړیوالې ټولنې دا غوښتنه تکراروي او په اوسني سخت وضعیت کې د مرستو غوښتنه کوي، چې افغانستان له اقتصادي سقوطه وژغورل شي او د خلکو ژوند وژغورل شي.
د پاکستان لومړي وزیر دفتر وايي، عمران خان له افغانستان سره د ریل پټلۍ، معادن، درمل جوړولو او رسنیو برخه کې د پاکستان همکاریو زیاتولو ټینګار کړی دی.
د لومړي وزیر دفتر وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان د غنمو، روغتیايي وسایلو او ګرمو کالیو په ګډون د ”پنځه میلیاردو روپیو ” ارزښت مرستې افغانستان ته استولې

BBC/Pashto

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading