Site icon

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر افغانستان کې ‘د لوږې ژمي’ مخنیوي لپاره د نړیوال کنفرانس رابللو وړاندیز کړی

Advertisements

د بریتانیا مخکیني لومړي وزیر ګورډن براون د خپل هېواد له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د هغه وضعیت مخنیوي لپاره چې ښاغلی براون یې د لوږې ژمی ‘ بولي، یو ځانګړی کنفرانس راوغواړي.

ښاغلي براون د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې لیز ټرس ته په یوه لیک کې وړاندیز کړی، چې د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو بېړنیو مرستو غوښتنې تایید په پار باید بریتانیا یوه غونډه جوړه کړي.

د ښاغلي براون له وړاندیز سره سم باید بریتانیا له اروپايي ټولنې سره په شریکه د دې بشر دوستانه غونډې کوربتوب وکړي.

ښاغلی براون وايي، یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي، بلکې په وینا یې له فقر سره د ۹۷ سلنه افغانانو مخامخ کېدو مخنیوي لپاره سملاسي اقدامات باید وشي.

نوموړی په خپل لیک کې کاږي: “د افغانستان نیمايي نفوس یانې ۲۳ میلیونه وګړي همدا اوس له سختې لوږې سره مخامخ دي، ۸ اعشاریه اووه میلیونه خلک له قحطۍ سره لاس او ګرېوان دي، یو میلیون ماشومان کافي خواړه نه لري او د لوږې له لاسه یې له وخته مخکې د مړینې خطر شته. “

له دې مخکې د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې مرستیال ویکي فورډ د خپل هېواد پارلمان ته وویل، “افغانستان په نړۍ کې د خوړو له تر ټولو سخت کړکېچ سره مخامخ دی. “

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو سازمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې روان کال کې له افغانستان سره د څلور اعشاریه څلور میلیاردو ډالرو بشري مرستې وکړې.

ل لور د طالبانو رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي تېره ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، نړیوالې مرستې باید له طالبانو سره په همغږۍ ووېشل شي.

نوموړي د دې چارې لپاره د ملګرو ملتونو، نړیوالو مرستندویه ادارو او طالبانو د یوه ګډ پلاوي جوړولو وړاندیز وکړ.

ښاغلي حنفي په هغه غونډه کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي د مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي ضمیر الاکبروف او یو شمېر مرستندویه ادارو استازو په ګډون جوړه شوې وه، وویل: ”بشري مرستې د فقر کمولو، لوږې سره د مبارزې او بشري کړکېچ مخنیوي لپاره دایمي حل لاره نه ده، موږ باوري یو چې حکومت او نړیواله ټولنه باید د اقتصادي فعالیتونو لپاره مبارزه وکړي. ”

ښاغلی الاکبروف په روان میلادي کال کې د افغانستان لپاره د ۱۸ میلیونه ټنه بشري مرستو یادونه وکړه. د نوموړي په وینا دې سره هم د افغانستان نیمايي وګړي سملاسي مرستو ته اړتیا لري.

Exit mobile version